EnglishKabulPoliticsافغانستان

د فرانسې په سوېل‌لوېدیځ کې اورلګېدنه؛ له ۱۰ زره ډېر کسان له سیمو… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-23 11:08:26🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): فرانسوي چارواکي وایي، د دغه هېواد په سوېل‌لوېدیځ کې د ځنګله د اور چټک خپرېدو له امله، له ۱۰ زره ډېر کسان له ګواښ سره مخ سیمو ایستل شوي دي؛ دغه اور شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه سوځولې او ۵۰۰ اوروژونکي یې د مهارولو هڅه کوي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه اور د فرانسې یوې سیاحتي سیمې، د «ارکاشون» خلیج ته څېرمه لګېدلی او ډېری ایستل شوي کسان هغه سیلانیان دي چې په تفریحي کمپونو کې مېشت وو. سرچینه زیاتوي چې دغه اور د بوردو ښار لوېدیځ ته شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه سوځولې او ۵۰۰ اوروژونکي یې د مهارولو هڅه کوي. ځایي چارواکو د اورلګېدنې وضعیت ستونزمن بللی؛ خو ویلي یې دي چې تر اوسه په دې پېښه کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه داسې مهال رامنځته شوې چې د ګرمۍ پرله‌پسې څپو، وچکالۍ او د اوبو کمښت د فرانسې او سوېلي اروپا ځینې برخې اغېزمنې کړې دي. د راپورنو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په اروپا کې د ځنګلي اورونو له امله سوځېدلې سیمه د تېرو دوو لسیزو له کلني اوسطه زیاته ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-23 11:08:26

Timeline

  1. Pajhwok

    د فرانسې په سوېل‌لوېدیځ کې اورلګېدنه؛ له ۱۰ زره ډېر کسان له سیمو وایستل شول

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-23 15:37:54

د فرانسې په سوېل‌لوېدیځ کې اورلګېدنه؛ له ۱۰ زره ډېر کسان له سیمو وایستل شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button