HealthKabulافغانستاندری

برلین کې د موټر وهلو پېښه؛ یو کس مړ او ۱۷ نور ټپیان… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-26 05:44:56🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): د جرمني چارواکي وایي، د برلین ښار د «کریسټوفر سټریټ ډې» کلني مراسمو ته څېرمه یو موټر د خلکو پر ټولي ورغلی چې له امله یو کس مړ او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه پر ځايي وخت تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د براندنبورګ دروازې ته څېرمه په «تیرګارټن» پارک کې شوې ده. یو موټر د خلکو منځ ته له ننوتلو وروسته څو کسان وهلي او بیا له یوې ونې سره ټکر شوی دی. په راپور کې راغلي چې د ټپیانو له ډلې اته کسان سخت ټپیان شوي او د درېیو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ او نازک بلل شوی دی. د سرچینې په خبره، له پېښې وروسته د «کریسټوفر سټریټ ډې» کلني مراسم چې په سلګونو زرو کسانو پکې ګډون کړی و، ودرول او د ژغورنې او امنیتي ځواکونو سرتېري سیمې ته واستول شول.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-26 05:44:56

خط زمانی

  1. Pajhwok

    برلین کې د موټر وهلو پېښه؛ یو کس مړ او ۱۷ نور ټپیان شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-26 10:14:53

برلین کې د موټر وهلو پېښه؛ یو کس مړ او ۱۷ نور ټپیان شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button