د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یف دطالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي، غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي او په حیرتان کې به د جستو د پروسس لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت فابریکه هم جوړه کړي. د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، د ایران په پلازمېنه تهران کې د «مخدره توکو او منظم جرمونو په برخه کې د ایران د امنیتي کېدو» دویم کلني کنفرانس کې لوړپوړو کارپوهانو او ستراتیژیکو شنونکو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د امنیتي موضوع له نړیوالې اجنډا ایستل، په عملي توګه د ایران د ناامنۍ او پر دغه هېواد د نویو امنیتي تورونو د زیاتېدو لامل ګرځي. د کنفرانس ګډونوالو ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د مخدره توکو د کر او تولید د بڼې بدلون یوازې کورنۍ مسله نه ده، بلکې د نړیوالو تورونو د تمرکز د ایران پر پولو د لېږد یوه برخه ګڼل کېږي. د غونډې د ویناوالو په وینا، د طالبانو د مشر له فرمان وروسته په افغانستان کې د تریاکو کر او تولید د پام وړ کم شوی، خو په ورته وخت کې د «مېتامفېټامین» یا ښیښې په نوم صنعتي نشه یي توکو تولید زیات شوی دی. دوی ادعا کوي چې طالبان د کوکنارو د کر په کمولو سره هڅه کوي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ازبکستان په حیرتان کې د جستو د پروسس لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت فابریکه جوړوي
سرچینې
Afghan sources
ازبکستان په حیرتان کې د جستو د پروسس لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت فابریکه جوړوي