Kabulافغانستانامنیتپښتو

د امریکا په سیاټل ښار کې د ډزو پېښه؛ اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-27 04:32:01🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): امریکايي ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سیاتل ښار په مرکزي برخه کې د «بایټ اف سیاټل» په نوم د خوړو یوه جشنواره کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي. رویټرز د سیاټل ښار د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغه ډزې د یکشنبې په ماښام د «سیاټل سنټر» سیمه کې شوې او څو کسان په ډزو ویشتل شوي دي. سرچینې لیکلي چې پولیسو پر اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته له ورتلو ډډه وکړي او ویلي یې دي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-27 04:32:01

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د امریکا په سیاټل ښار کې د ډزو پېښه؛ اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-27 09:00:19

د امریکا په سیاټل ښار کې د ډزو پېښه؛ اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button