کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ ۴۳۱ کورنۍ – چې ۲۱۹۹ کسان کېږي – هېواد ته راستنې شوې؛ ۲۳۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۰۸ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې ورځنی راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۳۷ کورنۍ چې ۱۷۶۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخمه ۱۵۵ کورنۍ چې ۸۰۲ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره څه باندې ۶۷۶ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۵۲ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپینبولدک له لارې هم ۳۹ کورنۍ چې ۲۱۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۸ کورنۍ چې ۱۴۸ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۳۶۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
تېره ورځ هېواد ته له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې دي
Sources
Afghan sources
تېره ورځ هېواد ته له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې دي