د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی او موږ نه غواړو چې پاکستان کې نا امني وي، ځکه دغه چاره د افغانستان په زیان هم ده. هغه وایي، افغانستان د جګړې ترخې تجربې لیدلي، له همدې امله نه غواړي، چې نور هېوادونه هم دغه ډول تجربه وویني او له همدې امله هېواد یې اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د پاکستان په ګډون د بل هېواد په زیان استعمال شي. ذبیح الله مجاهد د ایران پښتو راډیو سره په خبرو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت ته په اشارې سره وویل: دغه هېواد باید خپلې ستونزې په داخل د ننه حل کړي او په وینا یې دوی حاکمان نه و، چې شل کاله وړاندې یاد هېواد کې عملیات، چاودنې او نورو د نا امنۍ پېښې رامنځته کېدې. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستان په پرلپسې ادعا کوي، چې افغان خاوره د دوی پر ضد کارول کیږي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې.
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
ذبیح الله مجاهد: سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی + غږیز کلیپ
Sources
External sources
ذبیح الله مجاهد: سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی + غږیز کلیپ