کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د جون میاشتې په وروستیو کې د موسمي بارانونو له پیلېدو راهیسې، د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰۷ کسان مړه، ۳۴۴ نور ټپیان او سلګونه کورونه زیانمن شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې (NDMA) ویلي، په خیبرپښتونخوا کې د ۵۵ کسانو په مړینې سره تر ټولو ډېر تلفات ثبت شوي او له هغه وروسته پنجاب د ۳۶ مړو په لرلو دویم ځای لري. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، له نیمایي ډېرو قربانیانو د کورونو او ودانیو د چتونو د نړېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې لیکلي چې د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې چارواکو د تخلیه شوو کورنیو لپاره لږ تر لږه ۱۷ بیړني استوګنځي جوړ کړي دي. دغه راز، د پنجاب د اوبو لګولو ادارې یوه چارواکي د سېلابونو وضعیت «ډېر اندېښمنوونکی» بللی او ویلي یې دي چې د لاهور او ګوجرانوالې شاوخوا ۴۰۰ مربع کیلومتره سیمې اوبو لاندې کړې دي. د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز شریف ویلي، د ژغورنې او بیړنیو خدمتونو ډلې په ټول ایالت کې د اوبو ایستلو او زیانمنو شوو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره چمتووالی نیولی دی. د پاکستان د هواپېژندنې ادارې ویلي چې تر سېشنبې پورې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
پاکستان کې په یوه میاشت کې بارانونو او سېلابونو تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه کړي
منابع
Afghan sources
پاکستان کې په یوه میاشت کې بارانونو او سېلابونو تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه کړي