Kabulافغانستانامنیتپښتو

پاکستان کې په یوه میاشت کې بارانونو او سېلابونو تر ۱۰۰ ډېر کسان… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-27 09:32:03🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د جون میاشتې په وروستیو کې د موسمي بارانونو له پیلېدو راهیسې، د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰۷ کسان مړه، ۳۴۴ نور ټپیان او سلګونه کورونه زیانمن شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې (NDMA) ویلي، په خیبرپښتونخوا کې د ۵۵ کسانو په مړینې سره تر ټولو ډېر تلفات ثبت شوي او له هغه وروسته پنجاب د ۳۶ مړو په لرلو دویم ځای لري. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، له نیمایي ډېرو قربانیانو د کورونو او ودانیو د چتونو د نړېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې لیکلي چې د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې چارواکو د تخلیه شوو کورنیو لپاره لږ تر لږه ۱۷ بیړني استوګنځي جوړ کړي دي. دغه راز، د پنجاب د اوبو لګولو ادارې یوه چارواکي د سېلابونو وضعیت «ډېر اندېښمنوونکی» بللی او ویلي یې دي چې د لاهور او ګوجرانوالې شاوخوا ۴۰۰ مربع کیلومتره سیمې اوبو لاندې کړې دي. د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز شریف ویلي، د ژغورنې او بیړنیو خدمتونو ډلې په ټول ایالت کې د اوبو ایستلو او زیانمنو شوو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره چمتووالی نیولی دی. د پاکستان د هواپېژندنې ادارې ویلي چې تر سې‌شنبې پورې د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-27 09:32:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پاکستان کې په یوه میاشت کې بارانونو او سېلابونو تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه کړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-27 14:01:25

پاکستان کې په یوه میاشت کې بارانونو او سېلابونو تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button