Englishافغانستانامنیتبادغیس

بادغیس کې د څاه د اوبو له څښلو وروسته ۱۲۰ څاروي له منځه تللي

DevelopingSecurityبادغیس1 SourcesUpdated: 2026-07-27 10:46:08🎙 Listen to radio

د بادغیس ولایت د تګاب‌عالم ولسوالۍ په «چاه جلال» سیمه کې ۱۲۰ رأس څاروي د یوه څاه د اوبو له څښلو وروسته مسموم شوي او له منځه تللي دي. د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویلي، پېښه تېره ورځ شاوخوا د ماسپښین په درېیو بجو رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې، د محی‌الدین په نوم یوه مالدار خپل څاروي د یاد څاه له اوبو خړوب کړي وو چې له اوبو تر څښلو وروسته ټول مسموم شوي او مړه شوي دي. امنیتي چارواکو ویلي، د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي او تر اوسه د څاه د اوبو د مسمومېدو کره علت نه دی څرګند شوی.

Quick facts

Locationبادغیس
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-27 10:46:08

Timeline

  1. Parstoday

    بادغیس کې د څاه د اوبو له څښلو وروسته ۱۲۰ څاروي له منځه تللي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-07-27 10:41:25

بادغیس کې د څاه د اوبو له څښلو وروسته ۱۲۰ څاروي له منځه تللي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button