Summary: د لوګر ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې په نشه يي توکو ۴۴ تنه روږدي کسان د راټولولو وروسته د درملنې په موخه د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان محمد سنګین باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل، چې یاد کسان د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پر بنسټ، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو له لوري د لوګر ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي دي.د نوموړي په وینا، راټول شوي روږدي کسان د درملنې لپاره ځانګړو مرکزونو ته انتقال شوي دي.بلخوا، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو ویلي، چې یاد کسان به د مسلکي ډاکټرانو تر څارنې لاندې له ۴۵ ورځو څخه تر درېیو میاشتو پورې تر درملنې لاندې وي.د مسوولینو په وینا، د روغتیايي درملنې ترڅنګ به دغو کسانو ته د سالم ژوند د مهارتونو د زده کړې زمینه هم برابره شي، څو له درملنې وروسته بېرته ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه ور وګرځي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
لوګر کې په نشه يي توکو ۴۴ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول
Sources
Afghan sources
لوګر کې په نشه يي توکو ۴۴ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول