کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): یوه تازه څېړنه ښيي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۸۷ ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، له ۲۹ زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې او سلګونه کورونه او ملکي تاسیسات ویجاړ شوي دي؛ په راپور کې راغلي چې د پاکستان مستند شوي بریدونه له نړیوالو بشردوستانه حقونو سرغړونه ده او په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز برید ښايي د جنګي جنایت مصداق وبلل شي. د «رواداري» بنسټ په افغانستان کې پر ملکي وګړو د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو د اغېزو په اړه یو راپور خپور کړی. سرچینې لیکلي چې په ټولیز ډول یې ۵۰ بریدونه د نړیوالو حقونو له نظره څېړلي او د دغه بنسټ موندنې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه د پاکستان د پوځي بریدونو له امله د نړیوال بشردوستانه حقوقو مستندې سرغړونې رانغاړي. په راپور کې راغلي چې پاکستان یاد بریدونه په خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل کې ترسره کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱۸۷ ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، له ۲۹ زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوي او سلګونه کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او نور ملکي تاسیسات او زیربناوې په بشپړ…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
رواداري: پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۸۷ ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي
منابع
Afghan sources
رواداري: پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۸۷ ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي