KabulSportsافغانستانپښتو

ننګرهار کې د مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-28 09:37:10🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): د ننګرهار ولایت مقام وایي چې د مرکز جلال‌اباد ښار نهمې ناحیې مربوطاتو کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی. د ننګرهار د ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د جلال‌اباد ښار د نهمې ناحيې اړوند په سرخ‌ديوال سيمه کې شوې ده. سرچینه زیاتوي: «د بختيار په نوم يوه لس کلن ماشوم چې په ياده سيمه کې يې مالونه څرول، یوه زړه مرمۍ پیدا کړې وه، لوبې یې پرې کولې چې پرې چاودېدلې او شهید شوی دی.» امنیې قوماندانۍ لیکلي چې په دې پېښه کې يو بل نهه کلن ماشوم ټپي شوی چې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-07-28 09:37:10

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ننګرهار کې د مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-28 14:06:54

ننګرهار کې د مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button