Englishافغانستانامنیتبدخشان

د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور دادارې مشر ووژل شو

DevelopingSecurityبدخشان1 SourcesUpdated: 2026-07-28 10:00:34🎙 Listen to radio

د افغانستان د بدخشان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر د فیض‌آباد ـ بهارک پر سړک د موټرسایکل سپَرو وسله‌والو په برید کې ووژل شو. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د بدخشان د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګر ویلي، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور د چارو د ادارې مشر ذبیح‌الله امیري نن سهار د فیض‌آباد ـ بهارک پر لاره د موټرسایکل سپَرو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی. د کامګر په وینا، بریدګرو د امیري ګاډی په نښه کړ او پرې ئې ناتار ډزې وکړې، خو د برید د څرنګوالي او د بریدګرو د شمېر په اړه ئې نور جزئیات نه دي ورکړي. د بدخشان د طالبانو د پولیسو ویاند زیاته کړه، چې د امیري له ساتونکو سره په نښته کې یو بریدګر وژل شوی او امنیتي ځواکونو د دغه برید د نورو عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پيل کړې دي. د خبر ترمخابیره کیدا پورې چا د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

Quick facts

Locationبدخشان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-28 10:00:34

Timeline

  1. Parstoday

    د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور دادارې مشر ووژل شو

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-07-28 09:55:33

د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور دادارې مشر ووژل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button