د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت په مشهد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت قونسلګرۍ په یوې خبرتیا کې ویلي چې د افغان کډوالو د سوداګریزو مالونو او شتَمنیو افغانستان ته منتقلول یوازې هغه مهال ترسره کېدلی شي چې اړونده کمېټې ئې تأیید کړي او ټول قانوني مراحل بشپړ شي. په خبرتیا کې راغلي چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې، څو د ګمرکي چارو پر مهال د کډوالو لپاره د ستونزو، وخت ضایع کېدو او سرګردانۍ مخه ونیول شي. قونسلګرۍ له افغان کډوالو غوښتنه کړې ،تر هغو چې قانوني مراحل بشپړ نه وي او اړین رسمي تأییدونه ئې نه وي ترلاسه کړي، خپل سوداګریز مالونه دې افغانستان ته نه لېږدوي. په خبرتیا کې ټینګار شوی چې د سوداګریزو توکو انتقال به یوازې د اړوندې کمېټې له ارزونې، رسمي تأیید او د ټولو قانوني تشریفاتو له بشپړېدو وروسته ترسره کېږي. دغه استازولۍ همدارنګه ویلي چې کډوال او سوداګر د سوداګریزو مالونو د لېږد د قانوني بهیر په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره کولای شي د سرقونسلګرۍ د کډوالو چارو له څانګې سره اړیکه ونیسي. دا خبرتیا داسې مهال خپره شوې چې په وروستیو میاشتو کې، له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له زیاتېدو سره، افغانستان ته د سوداګریزو توکو، تجهیزاتو او نورو شتمَنیو لېږد هم زیات…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
افغانستان ته د کډوالو د تجارتی مالونو لېږد رسمي تأیید ته اړتیا لري
منابع
External sources
افغانستان ته د کډوالو د تجارتی مالونو لېږد رسمي تأیید ته اړتیا لري