Kabulافغانستانامنیتپښتو

م.م : د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو کي ۵۰۰ ملکيان وژل سوی — Dw

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-28 12:10:23🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) یو نوی راپور ښيي چي په تېرو نهو میاشتو (د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶م کال د جون تر ۳۰مي پوري) د طالبانو او پاکستان د ځواکونو ترمنځ په سرحدي نښتو کي د ملکيانو د تلفاتو ټول شمېر ۴۹۹ وژل سوو او ۱۲۱۶ ټپیانو ته رسېدلی دی. د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر مياشت کي د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتي له هغه وروسته زیاتې سوې چي ادعاوي وسوي اسلام اباد د کابل په ګډون د افغانستان پر څو ښارونو هوایي بریدونه ترسره کړي دي. د دغو کړکېچونو اصلي لامل دا دی چي د پاکستان حکومت د طالبانو پر اداره تور لګوي چي د پاکستان ضد ډلو، لکه «تحریک طالبان پاکستان» او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته پناه ورکوي او ملاتړ یې کوي. د طالبانو ادارې په وار وار دا تورونه رد کړي دي. يوناما په دې راپور کي ويلي دي چي په تېرو درېیو میاشتو کي د ۲۰۲۶م کال د اپریل له لومړۍ نېټې د جون تر پایه ۵۷ کسان وژل سوي او ۳۴۲ نور ټپیان سوي دي. د دې راپور له مخي، په مړو سوو کسانو کي شپږ او په ټپیانو کي ۳۶ ښځې شاملې دي. سربېره پر دې، په دې موده کي ۳۱ ماشومان وژل سوي او ۹۲ نور ټپیان سوي دي. To view this…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-28 12:10:23

مهالوېش

  1. Dw

    م.م : د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو کي ۵۰۰ ملکيان وژل سوی

سرچینې

External sources

DwPS
2026-07-28 12:00:43

م.م : د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو کي ۵۰۰ ملکيان وژل سوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button