د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي تورهان صالح سره په لیدنه کې ویلي افغانستان د بشري مرستو ترڅنګ پراختیايي او بنسټیزو پروژو ته هم اړتیا لري او د دغو پروژو پلي کېدل مهم دي. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سېشنبې په ورځ، زمي پر شپږمه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه وړاندې شول او تر بحث وروسته تایید شول. د دغه کمېسیون د پرېکړې له مخې، د مالیې، کورنیو چارو او نورو اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې چې په شیرخان بندر کې اړینې زیربناوې جوړې او شته اسانتیاوې پراخې کړي. طالبانو ویلي چې له تاجکستان سره دې په همغږۍ د شیرخان بندر کاري ساعتونه زیات شي، څو د ډېرو باروړونکو موټرو د تګ راتګ زمینه برابره شي. د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت ته هم لارښوونه کړې چې په شیرخان بندر کې د ګمرک، زیرمتونونوو، تخلیې او بارګیرۍ د خدماتو لپاره د لوجستیکي مرکز د جوړولو بودیجه ځانګړې او دغه مرکز جوړ کړي. په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت ته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
متقي او د ملګرو ملتونو استازی د بشري مرستو او پراختیايي پروژو پر اړتیا غږېدلي
منابع
Afghan sources
متقي او د ملګرو ملتونو استازی د بشري مرستو او پراختیايي پروژو پر اړتیا غږېدلي