کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د ایران سپاه پاسداران وايي، په اردن کې یې د امریکايي ځواکونو اډه په بالستیک توغندیو په نښه کړې او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ برید تایید کړی، خو ادعا کوي چې ټول توغندي یې شنډ کړي دي. سپاه پاسداران زیاته کړې: «تر هغه چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې ګواښونه دوام لري او امریکايي ځواکونه زموږ د ګټو پر ضد ناقانونه او دښمنانه اقدامات کوي، مقاومت به هم دوام ولري.» سپاه زیاته کړې: «د امریکايي چارواکو ګواښونه او زموږ د ګټو پر وړاندې ناقانونه لاسوهنې باید ودرول شي.» بلخوا، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» هم پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اردن کې پر خپلې اډې د سپاه پاسداران برید تایید کړی او هغه یې «ناڅاپي» بللی دی. سنتکام زیاته کړې چې ایران د امریکا پر اډې په برید کې بالستیک توغندي کارولي دي. د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ لیکلي: «ټول ایراني توغندي په بریالیتوب شنډ شول.» د ایران له لوري د امریکا پر اډو دا بریدونه د دواړو لورو ترمنځ د نښتو له څلور ورځني ځنډ وروسته شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
سپاه پاسداران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د توغندیز برید خبر ورکړ
سرچینې
Afghan sources
سپاه پاسداران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د توغندیز برید خبر ورکړ