KabulPoliticsافغانستاندری

تهران: هر هېواد چې د ایران له شتمنۍ پیسې ترلاسه کړي، بېړۍ یې… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-29 06:28:29🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د ایران د خاتم‌الانبیا قرارګاه ویاند خبرداری ورکړی چې که کوم هېواد د ایران د کنګل شوې شتمنۍ د کارولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې هرکلی وکړي، د ایران وسله‌وال ځواکونه به یې هرمز تنګي کې د تېرېدونکو بېړیو مخه ونیسي. د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د «ایرفورس وان» الوتکه کې له خبریالانو سره خبرو کې، په هرمز تنګي کې سوداګریزو بېړیو ته د اوښتو زیانونو په اړه ویلي وو چې واشنګټن نه غواړي له خپلو پیسو د کښتۍ چلولو شرکتونو ته تاوان ورکړي. هغه زیاته کړې وه چې د دغو زیانونو تاوان به په امریکا کې د ایران له کنګل شوې شتمنۍ ورکړل شي. په همدې حال کې، د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د خاتم‌الانبیا قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري دې موضوع ته غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي چې هر شرکت او هېواد چې د ایران له شتمنیو پیسې ترلاسه کړي، بېړۍ به یې له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ونه لري.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-29 06:28:29

خط زمانی

  1. Pajhwok

    تهران: هر هېواد چې د ایران له شتمنۍ پیسې ترلاسه کړي، بېړۍ یې پر هرمز تنګي نه پرېږدو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-29 10:56:24

تهران: هر هېواد چې د ایران له شتمنۍ پیسې ترلاسه کړي، بېړۍ یې پر هرمز تنګي نه پرېږدو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button