کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د ایران د خاتمالانبیا قرارګاه ویاند خبرداری ورکړی چې که کوم هېواد د ایران د کنګل شوې شتمنۍ د کارولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې هرکلی وکړي، د ایران وسلهوال ځواکونه به یې هرمز تنګي کې د تېرېدونکو بېړیو مخه ونیسي. د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د «ایرفورس وان» الوتکه کې له خبریالانو سره خبرو کې، په هرمز تنګي کې سوداګریزو بېړیو ته د اوښتو زیانونو په اړه ویلي وو چې واشنګټن نه غواړي له خپلو پیسو د کښتۍ چلولو شرکتونو ته تاوان ورکړي. هغه زیاته کړې وه چې د دغو زیانونو تاوان به په امریکا کې د ایران له کنګل شوې شتمنۍ ورکړل شي. په همدې حال کې، د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د خاتمالانبیا قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري دې موضوع ته غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي چې هر شرکت او هېواد چې د ایران له شتمنیو پیسې ترلاسه کړي، بېړۍ به یې له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ونه لري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
تهران: هر هېواد چې د ایران له شتمنۍ پیسې ترلاسه کړي، بېړۍ یې پر هرمز تنګي نه پرېږدو
منابع
Afghan sources
تهران: هر هېواد چې د ایران له شتمنۍ پیسې ترلاسه کړي، بېړۍ یې پر هرمز تنګي نه پرېږدو