د افغانستان د تېرو څو لسیزو تحولات ښيي چې سیمهییزو او نړیوالو جیوپولیټیکو سیالیو تل د دغه هېواد پر برخلیک سیوری غوړولی دی. پاکستان وايي، د هند له لوري د ۱۹۶۰ کال د اباسین د اوبو تړون نه پلي کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې شخړې رامنځته کړي. په ۱۹۴۷ کال کې د هند له تجزیې او د پاکستان په نوم د یوه نوي هېواد له جوړېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د وېش موضوع له مهمو او حساسو مسلو څخه وه. د پاکستان لپاره د اباسین (Indus) د اوبو د نظام ساتنه یوه اساسي موضوع ده. اباسین سیند د چین تر واک لاندې د تېبت له سیمې سرچینه اخلي، بیا د ګلګت بلتستان له لارې پاکستان ته ننوځي او د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سند له سیمو تر تېرېدو وروسته د هند بحر ته تویېږي. له اباسین پرته، هغه پنځه سیندونه چې د پنجاب نوم هم ترې اخیستل شوی، د هند تر واک لاندې کشمیر څخه سرچینه اخلي، پنجاب ته داخلېږي او وروسته له اباسین سره یوځای کېږي. د دغو پنځو سیندونو په تړاو هند د پورته سیمې هېواد (Upper Riparian) په توګه یادېږي، ځکه چې د سیندونو د سرچینو پر سیمو واک لري. د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو د وېش په موضوع کې شپږ سیندونه مطرح وو. د جغرافیایي موقعیت له مخې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
افغانستان د نیابتي جګړو پر څلورلارې؛ له پټې موازنې څخه د یو ملي بدیل تر اړتیا پورې
Sources
Afghan sources
افغانستان د نیابتي جګړو پر څلورلارې؛ له پټې موازنې څخه د یو ملي بدیل تر اړتیا پورې