د خيبر پښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو برید او له هغه وروسته عملیاتو کې د پولیسو یوه افسر (ډي اېس پي) په ګډون لږ ترلږه لس پولیس وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي. د ځايي پولیسو په وینا، د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د ښار پولیسو افسر (ډي اېس پي) دیار خان له نهو نورو پولیسو سره یو ځای وژل شوی دی. وروسته د ولسوالۍ د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب وویل، د برید او عملیاتو پایله کې د ډي اېس پي په ګډون ټولټال لس پولیس وژل شوي دي او د ډي اېس پي مجاهد حسین په ګډون ۱۸ نور پولیس ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده. بل لور د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل اپريدي د هنګو د خزینې بانډې سیمې پر پولیس پوستې د وسله والو برید غندلی او د پېښې په اړه یې د پولیسو له عمومي مشر (ای جي) څخه راپور غوښتی دی. اعلی وزیر وژل شویو پولیسو ته درناوی وړاندې کړی او د هغوی له کورنیو سره یې د خواخوږۍ او غمشریکۍ څرګندونه کړې ده. هغه دغه راز اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې ټپي شویو پولیسو ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي. محمد سهیل…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
خیبر پښتونخوا؛ د وسله والو برید کې د یوه افسر په ګډون ۱۰ پولیس وژل شوي – BBC News پښتو
منابع
External sources
خیبر پښتونخوا؛ د وسله والو برید کې د یوه افسر په ګډون ۱۰ پولیس وژل شوي – BBC News پښتو