کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): ځایي چارواکي وایي چې په خوست ولایت کې په پټه نصب شوې دوې ناقانونه فعالې سټارلېنک انټرنېټي دستګاوې کشف او ضبط شوې دي. د خوست ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ګډ تخنیکي ټیم لهخوا، د ولایت د مقام له رهبرۍ سره په همغږۍ، د یو لړ تخنیکي او کشفي عملیاتو په ترڅ کې د خوست ښار اړوند د یعقوبیو جومات مخې ته د الفلاح مارکېټ په زرکشان انټرنېټي شرکت کې، د سټارلېنک شرکت دوې ناقانونه انټرنېټي دستګاوې چې په پټه توګه نصب او فعالې وې، کشف او ضبط شوي دي. سرچینه زیاتوي، د يادو عملیاتو پر مهال د یاد غيرقانوني سیستم درې تنه عاملین هم د قانوني کړنو په موخه د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوي او د اړوندو دستګاوو فعالیت په بشپړه توګه درول شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ا.ا د نافذه قوانینو او د مشرتابه د لارښوونو له مخې، د سټارلېنک شرکت د انټرنېټي دستګاوو کارول منع دي، او له دې حکم څخه سرغړونه قانوني مسوولیت لري.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
خوست کې دوې فعالې سټارلېنک انټرنېټي دستګاوې کشف او ضبط شوې
Sources
Afghan sources
خوست کې دوې فعالې سټارلېنک انټرنېټي دستګاوې کشف او ضبط شوې