Healthافغانستاندری

اوچا: په افغانستان کې د تغذیې بحران په ناوړه کېدو دی

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-31 03:06:17🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د تغذیې بحران په خرابېدو دی. نوموړي بنسټ راپور ورکړی چې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ډېرې ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. د بودیجې کمښت، د تغذیې د مرکزونو تړل کېدل او د توکو او تجهیزاتو د برابرولو په بهیر کې ګډوډي، د تغذیې د بحران د زیاتېدو مهم لاملونه ګڼل کېږي. اوچا ویلي چې پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته هرو اوو ښځو او ماشومانو څخه به یوازې یو کس روان کال د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تغذیه‌يي مرستې ترلاسه کړي. د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۵۷۵ زرو هغو ماشومانو د درملنې لپاره چې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته او له ګواښ سره مخ دي، د بودیجې له کمښت سره مخ دی. اوچا زیاته کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان هم د شاوخوا ۳۵ زرو هغو ماشومانو د درملنې لپاره چې پر شدیدې خوارځواکۍ او سختو ناروغیو اخته دي، د درملنې کڅوړو او بنسټيزو درملو له کمښت سره مخ دی.

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-31 03:06:17

خط زمانی

  1. Parstoday

    اوچا: په افغانستان کې د تغذیې بحران په ناوړه کېدو دی

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-07-31 02:54:41

اوچا: په افغانستان کې د تغذیې بحران په ناوړه کېدو دی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button