Kabulافغانستانامنیتپښتو

د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره… — Bbc

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-31 09:20:19🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، د ناوې سینګارول د ''فریب ورکولو'' یوه بڼه ده او باید ترسره نه شي. دغه وزارت دغه راز ویلي چې ښځې باید د واده او نورو مراسمو پر مهال عطر ونه کاروي. دې وزارت د زمري په دویمه ( جولای ۲۳مه) د ''په ودونو او نورو خوشحالیو کې د منکراتو او خلاف شرع رواجونو څخه ځان ساتل'' تر سرلیک لاندې یو لس مخیز سند خپور کړی دی. په دې سند کې له امامانو غوښتل شوي چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلک له دې مواردو خبر او متوجه کړي. د لارښوونې له مخې، د کوژدې د ګوتمیو تبادله، اورلوبې (پټاقۍ) د ناوې سینګار، د ښځو لخوا د عطرو کارول، تنګې او داسې جامې چې د بدن غړي ترې ښکاري، موسیقي او د نارینه‌ وو او ښځو ګډه نڅا د شریعت خلاف بلل شوي دي. په سند کې له افغانانو غوښتنه شوې چې خپلې خوښۍ او مراسم د ''اسلامي لارښوونو'' له مخې ترسره کړي. ''نن سبا وینو چې زموږ ډېری محفلونه، لکه ودونه او له حج او عمرې څخه د راستنېدو مراسم، له ناوړو دودونو او ناپسندو کړنو خالي نه دي.'' د یادونې ده، چې په کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې لا هم ځینې ودونه په مجللو تالارونو کې د سلګونو مېلمنو په ګډون ترسره کېږي. ځینې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-31 09:20:19

مهالوېش

  1. Bbc

    د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره بهر د ښځو عطر کارول د شریعت مخالف کار دی – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-07-31 05:09:49

د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره بهر د ښځو عطر کارول د شریعت مخالف کار دی – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button