Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، د بلوچستان ایالت د سورینج ډبرو سکرو کان پر رامنځته شوې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي، نن په خپله «اېکس» ټولنيزه شبکه کې ليکلي دي: "د افغانستان اسلامي امارت د بلوچستان ایالت په سورینج سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله چې ۳۴ تنه کان کېندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور لا هم ورک دي؛ ژوره خواشیني څرګندوي."د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، د يادې غمجنې پېښې قربانیانو ته د الله تعالی (ج) له دربار څخه د مغفرت دعا او کورنیو او خپلوانو ته یې د جمیل صبر هیله کړې ده.
لنډ معلومات
ځایبلخ
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-07-31 21:22:04
مهالوېش
-
Bakhtar
د افغانستان اسلامي امارت د بلوچستان پر پېښې خواشيني څرګنده کړه
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-07-31 16:17:17
د افغانستان اسلامي امارت د بلوچستان پر پېښې خواشيني څرګنده کړه