د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ لوبډلې مشر روزونکي رییس احمدزي په جلالاباد ښار کې جوماتونو ته د وسلهوالو کسانو پر ننوتلو اندېښنه ښودلې ده. د نورستان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د نورستان د ترافیکو مدیر، داود ولد میاګل تورن دی چې د مستحقینو د پېژندنې په بهیر کې یې له خپل اداري موقف څخه ناسمه ګټه اخیستې ده. په هغه لېست کې چې د مرستو د ترلاسه کوونکو په توګه چمتو شوی، د ترافیکو د مدیر د ورور ضیاءالحق، د زوی شاهدالله، د زوم سلیم او د دوو اوښیو احمد صابر او محمدهاشم نومونه شامل دي. ځايي خلکو غوښتنه کړې چې دغه موضوع دې په مسلکي او بېپرې توګه وڅېړل شي او د دغه ډول اقداماتو له امله اصلي سیلاب ځپلې کورنۍ له خپلو حقونو بېبرخې پاتې کېږي. هغه د افغانستان تر سقوط وروسته وضعیت ته په اشاره زیاتوي، د طالبانو تر واک لاندې پنځو کلونو کې هغه نجونې پېغلې شوې چې هیڅکله یې ښوونځي ته د تګ اجازه ترلاسه نهکړه، مېندې په انتظار پاتې شوې، خبریالان خاموشه شول او حقیقت درنه بیه پرې کړه. دغه افغان وايي، د اګست ۱۵مه یوازې د سقوط کیسه نهده؛ بلکې د هغه خلکو د مقاومت کیسه هم ده، چې د ګواښونو، ځپنې او سختیو سره، سره لاهم د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
رییس احمدزی: ایا شریعت کې له وسلو سره جومات ته تګ جواز لري؟
Sources
Afghan sources
رییس احمدزی: ایا شریعت کې له وسلو سره جومات ته تګ جواز لري؟