سندرېشعرونههنر او ادب

لېونۍ لېونۍ چارې که – د اعجاز افق په غږ ښکلې سندره

زه چې راتېرېږم نو پړک دې په هېندارې که

خیر دی کله کله لېونۍ لېونۍ چارې که

سترګې دې زما غوندې په چا پسې رنځورې شه

خدای خو دې لالیه زما غوندې بې لارې که

خدایه د کابل جنګونه ورک کړه امن راوله

خدایه د کابل جینکۍ بېرته هوادارې که

پښه چې هر ماښام د جدید غزل په تمه وي

ښکلیه رابطې راسره لږې دوامدارې که

خدای خو دې زما مینه نوره هم درسره ډېره که

خدای دې ښکلې سترګې پسې نورې مزې‌دارې که

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button