افغانستانامنیتدری

په هند کې دوه افغانان د ناقانونه اوسېدو په تور نیول شوي — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-01 14:59:48🎙 رادیو را بشنوید

د هند د ګوا ایالت په مندرم سیمه کې پولیسو دوه افغانان له معتبرې ویزې او سفري اسنادو پرته په دغه هېواد کې د اوسېدو په تور، نیولي دي. په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر کیرتي وردهن سینګ د جمعې په ورځ د هند ولسي جرګې(لوک سبها)ته په لیکلي ځواب کې ویلي، چې نوی ډیلی لا هم د ایران د چابهار بندر د شهید بهشتي ترمینل د پراختیا او عملیاتو په برخه کې خپل رول لري. نوموړي ویلي، د چابهار بندر پروژه د دې لپاره طرحه شوې وه چې افغانستان ته د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره مهمه ترانسپورتي لار برابره کړي او همداراز د هند او منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي. د هند دولتي شرکت انډیا پورټس ګلوبل لیمیټډ (ای‌پي‌جي‌اېل) د خپلې بشپړ ملکیت لرونکې فرعي ادارې انډیا پورټس ګلوبل چابهار ازاد زون (ای‌پي‌جي‌سي‌اېف‌زي) له لارې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د چابهار بندر چارې پر مخ وړي. د هند حکومت ویلي، چې د انډیا پورټس ګلوبل او د ایران د بندرونو او سمندري چارو ادارې (پي‌اېم‌او) ترمنځ د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې د ۱۳مې نېټې د اصلي تړون له مخې، هند د دې پروژې لپاره خپله ۱۲۰میلیونه امریکايي ډالره مالي ژمنه پوره کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې مبلغ وروستۍ برخه د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-01 14:59:48

خط زمانی

  1. AF International

    په هند کې دوه افغانان د ناقانونه اوسېدو په تور نیول شوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-01 12:17:03

په هند کې دوه افغانان د ناقانونه اوسېدو په تور نیول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button