EconomyKabulافغانستانپښتو

د کابل اوسېدونکي: د یوې بوشکې اوبو ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوو… — Amu TV

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-01 21:28:42🎙 راډیو واورئ

په کابل کې د اوبو د کمښت بحران په بې‌ساري ډول زیات شوی او د پلازمېنې اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت دوام د زرګونو کورنیو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د څښاک د پاکو اوبو له شدید کمښت سره مخ دي. دوی ټینګار کوي چې د خپلو اړتیا وړ اوبو د تامین لپاره مجبور دي چې اوبه پر لوړ لګښت وپېري او یا هم په اوږدو قطارونو کې ساعتونه انتظار وباسي. د کابل یو تن اوسېدونکی، محمد علي په دې اړه وايي: «په کومه سیمه کې چې موږ ژوند کوو د اوبو له سخت کمښت سره مخ یو. خلک د غونډۍ له سره راکوزېږي او د یوې بوشکې اوبو لپاره ساعتونه انتظار باسي. هیڅ اوبه نشته.» د کابل بل اوسېدونکی فیصل زیاتوي: «په دې سیمه کې اوبه وچې شوې دي، په هیڅ ځای کې اوبه نشته. زه هره ورځ د اوبو یو ټانکر اخلم.» په ورته وخت کې د پلازمېنې يو شمېر نور اوسېدونکي وايي یوازې هغه کورنۍ چې مالي توان لري کولای شي اوبه وپېري. علي محمد، د کابل بل اوسېدونکی وايي: «د چا چې اقتصادي وضعیت ښه دی اوبه پېري، خو مسکینان له همدغو نابرابرو اوبو ګټه اخلي. څوک اوبه ورکوي او څوک یې نه ورکوي او وايي که در یې کړم ماته نه پاتې کېږي….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-01 21:28:42

مهالوېش

  1. Amu TV

    د کابل اوسېدونکي: د یوې بوشکې اوبو ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوو | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-01 12:57:09

د کابل اوسېدونکي: د یوې بوشکې اوبو ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوو | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button