په کندهار کې د وسلهوالو فعالیتونو په تړاو د متحدې جبهې د راپورونو له خپرېدو وروسته د دغې جبهې مشر جنرال سمیع سادات له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه کړې، ځکه په وینا یې، جبهه یې یوازې له طالبانو سره نه، بلکې له الـ.ـقاعده، داعـ.ـش او ټيټيپي سره جنګېږي. فریدون توفان نږدې څلور کاله وړاندې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، جرمني ته پناه یوړه. نوموړي په دې موده کې کار کړی، د جرمني ژبه یې هم زده کړې ده، خو د پناه غوښتنې د دوسیې له وروستي رد وروسته، اوس افغانستان ته د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دی. د راپورونو له مخې، توفان د روان زېږیز کال د اپرېل میاشتې په منځنیو ورځو کې، ایټالیا ته د لنډ سفر پر مهال، د سرحدي پلټنې په ترڅ کې تر نیول کېدو وروسته نېغ په نېغه د مونیخ ښار د اېستلو ځانګړي توقیفځای ته ولېږدول شو. د جرمني چارواکو ویلي، هغه ځکه نیول شوی چې له جرمني څخه یې د وتلو قانوني اجازه نهلرله. نوموړي یوازې د لنډ مهالي استوګنې اجازه لرله، چې د اېستلو د پرېکړې د پلي کېدو مخه نهشي نیولای. هغه څه چې د فریدون توفان دوسیه یې ځانګړې کړې دا ده، چې نه کومه جنايي مخینه لري او نه هم امنیتي ادارو د امنیتي ګواښ په توګه پېژندلی دی. سره…
Quick facts
Timeline
-
AF International
جنرال سمیع سادات: له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه لرو
Sources
Afghan sources
جنرال سمیع سادات: له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه لرو