EconomyEnglishافغانستانپنجشېر

د لومړي ځل لپاره د پنجشېر په عنابه کې د فیروزې کان موندل… — Pajhwok

DevelopingEconomyپنجشېر1 SourcesUpdated: 2026-09-16 09:42:13🎙 Listen to radio

پاراخ (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د پنجشېر ځايي چارواکي وایي، د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د فیروزې یو کان موندل شوی او د زېرمې د کچې او کیفیت معلومولو لپاره یو تخنیکي ټیم سیمې ته استول شوی دی. د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لتون پژواک ته وویل، دغه کان د عنابه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیمې د اوسېدونکو له خوا موندل شوی او وروسته یې موضوع له اړوندو ادارو سره شریکه شوې ده. د هغه په وینا، د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه یو تخنیکي او مسلکي ټیم د یادې سیمې د سروې، نمونې اخیستنې او څېړنې لپاره ګومارلی دی. لتون زیاته کړه، دغه ټیم به له مسلکي څېړنو وروسته د فیروزې د زېرمې کچه او کیفیت معلوم کړي او که تایید او قانوني پړاوونه یې بشپړ شي، د قوانینو او مقرراتو له مخې به یې د استخراج زمینه برابره شي. ځايي چارواکي وایي، اوسمهال په پنجشېر کې د زمردو، تورمالین، ګرین ګارنټ او شاوخوا ۱۷ نورو ډولونو کانونه پېژندل شوي او په ډېرو کې یې د استخراج چارې روانې دي. د پنجشېر سیمه‌ییزې ادارې ویلي، د کانونو اړوند فعالیتونو پراختیا د دغه ولایت د اقتصادي ودې او د اوسېدونکو د عوایدو لوړولو لپاره د هڅو یوه برخه ده. فیروزه یو زینتي او ارزښتناک ډبره…

Quick facts

Locationپنجشېر
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-16 09:42:13

Timeline

  1. Pajhwok

    د لومړي ځل لپاره د پنجشېر په عنابه کې د فیروزې کان موندل شوی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-16 14:09:47

د لومړي ځل لپاره د پنجشېر په عنابه کې د فیروزې کان موندل شوی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button