غزل ۱
1
کوټ اخلي که زر اخلي دروېشه او که زړه اخلي
خلک سوداګر دي دلته هر څه په تاله اخلي
2
اور یې لګېدلی په وطن دی دا وژل غواړي
بله کاسه نه لري په سترګو کې اوبه اخلي
3
څوک وايي جانان دې په خپل زړه کې ماته ځای راکړي
څوک وايي دا هم ډېره ده چې نوم مې په ښه خوله اخلي
4
زړه مې زخمي زخمي شو چې کله وینه یاده شوه
اوښکې مې ورمخته کړې چې دوی ویل اوبه اخلي
5
مینه به په زړونو کې د ښکلو راپیدا نکړې
دا د غرونو کاڼي دي دروېشه دا اور نه اخلي
اړوندې سندرې، دکلمې، ویډیوګانې او غږيزې سرچينې
2 رسنۍشرح، شننه او علمي سرچينې
1 سرچينې
شرح او تبصره
draft_note
د دې غزل عرفاني شرح
ليکوال/څېړونکی: امان الله جمالزی
دا شعر داسې معنا لري چې...
بشپړ مطلب ولولئژباړې
1د نقل او حوالې لپاره
دروېش درانی، دا بوټي به لونګ شي، غزل ۱، DD-G-001، Boorjal Poetry Archive، https://boorjal.com/poetry/darwish-durani/ghazal-001/
Please cite Boorjal when sharing this poem. This archive supports Pashto literature and cultural preservation.
ژباړې
1 ژباړې
English
AI Draft
Ghazal One
Stanza 1 کوټ اخلي که زر اخلي دروېشه او که زړه اخلي خلک سوداګر دي دلته هر څه په تاله اخلي Translation: Do they buy a coat, do they buy gold, O Darwish, or…