د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د روان لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې ۷۱۶ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه سوداګریز توکي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو مسیرونو څخه لېږدول شوي دي. د هغه په وینا، په دې لېږدول شویو توکو کې ۲ زره او ۸۳۸ مټریک ټنه د افغانستان صادراتي توکي وو. حقشناس وايي، د توکو تر ټولو ډېره اندازه د حیرتان بندر له لارې لېږدول شوې او ورپسې د خواف–هرات، تورغونډۍ او آقینې مسیرونه دي. د فواید عامې وزارت وايي، د حیرتان رېلپټلۍ د ټرانزیټ له مهمو مسیرونو څخه ده او د وارداتي او صادراتي توکو په لېږد کې مهم رول لري. دغه وزارت ویلي، د رېلپټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد د پراختیا او په دې برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. بلخوا، د هرات اقتصادي سرچینې وايي، سږ کال د خواف–هرات رېلپټلۍ له لارې د ۲ میلیونه ټنه توکو د لېږد هدف ټاکل شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، دغه مسیر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا، د ترانسپورټي لګښتونو په کمولو او د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د چنګاښ په میاشت کې د افغانستان له رېلپټلیو ۷۱۶ زره ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي
سرچینې
External sources
د چنګاښ په میاشت کې د افغانستان له رېلپټلیو ۷۱۶ زره ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي