غزل ۵

Boorjal Poetry Archive

غزل ۵

سر زما سامان زما، ځار شه ترجانان زما

1
سر زما سامان زما، ځار شه ترجانان زما
ځار شه تر جانان زما، سر زما سامان زما
2
زيان زما نقصان زما، واړه ديار هجر دی
واړه ديار هجر دی، زيان زما نقصان زما
3
مښک زما زعفران زما، ستا دی کوڅې خاورې دي
4
ستا د کوڅې خاورې دي، مښک زما زعفران زما
5
ګل زما ريحان زما، ستا رخسار و زلفې دي
6
ستا رخسار و زلفې دي، ګل زما ريحان زما
7
فکر زما توان زما، ستا په غم کې نه رسي
8
ستا په غم کې نه رسي، فکر زما توان زما
9
اه زما فغان زما، هېڅ په تا اثر نه کا
10
هيڅ په تا اثر نه کا، اه زما فغان زما
11
زړه زما چشمان زما، بې تا هيڅ حال نلري
12
بی تا هيڅ حال نلري، زړه زما چشمان زما
13
دا پيران شيخان زما، ستا په عشق کې نه رسي
14
ستا په غم کې نه رسي، دا پيران شيخان زما
15
باغ زما بوستان زما، بې تا ميوه نه نيسي
16
بې تا ميوه نه نيسي،باغ زما بوستان زما
17
وصل هم هجران زما، اې رحمانه خير دی
18
ای رحمانه خير دی، وصل هم هجران زما
WhatsApp Facebook X

اړوندې سندرې، دکلمې، ویډیوګانې او غږيزې سرچينې

1 رسنۍ

څېړنه او شرح

0

د دې شعر لپاره شرح، علمي يادښت يا څېړنه لا نه ده تړل شوې. دا برخه د راتلونکو علمي کارونو لپاره خوندي ده.

ژباړې

0

د دې شعر ژباړه لا نه ده خپره شوې. د اداري ډلې لپاره د ژباړې مسوده وروسته له همدې ځایه تړل کېدای شي.

د نقل او حوالې لپاره

رحمان بابا، رحمان بابا دیوان، غزل ۵، RB-diwan-gh-003، Boorjal Poetry Archive، https://boorjal.com/poetry/rahman-baba/rb-diwan-gh-003/

Please cite Boorjal when sharing this poem. This archive supports Pashto literature and cultural preservation.

Back to top button