غزل ۴
Boorjal Poetry Archive
غزل ۴
ګوره چې خندا کوې په سترګو کې
1
ګوره چې خندا کوې په سترګو کې
کار د مسيحا کوې په سترګو کې
2
يو ته قهر بل ته مهر شابسې
دا کوې هم دا کوې په سترګو کې
3
ای نظره نن يې تصور شو جوړ
څه شوې؟ تماشا کوې په سترګو کې؟
4
اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه
قدح د صهبا کوې په سترګو کې
5
مخ دې که وعدې د سبا تل کوي
ياره ته بېګا کوې په سترګو کې
6
ستا له ژبې خوند کوي آشنا دروغ
څو، که ته رښتيا کوې په سترګو کې
7
ښکاري چې ته ساتې د ژبې اعتبار
تل چې ته وينا کوې په سترګو کې
8
شوې په آشنايۍ کې نا آشنا ځکه
ځای د هر آشنا کوې په سترګو کې
9
زه حمزه دوعا درته په خوله کوم
ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې
غږ، ویډیو او لوستل
0د دې شعر غږيزه يا ويديويي برخه لا نه ده زياته شوې. وروسته به د هنرمندانو لوستل، راډيويي برخه، يا ويديو دلته راځي.
څېړنه او شرح
0د دې شعر لپاره شرح، علمي يادښت يا څېړنه لا نه ده تړل شوې. دا برخه د راتلونکو علمي کارونو لپاره خوندي ده.
ژباړې
0د دې شعر ژباړه لا نه ده خپره شوې. د اداري ډلې لپاره د ژباړې مسوده وروسته له همدې ځایه تړل کېدای شي.
د نقل او حوالې لپاره
حمزه شینواری، د حمزه بابا دیوان، غزل ۴، HS-diwan-gh-004، Boorjal Poetry Archive، https://boorjal.com/poetry/hamza-shinwari/hs-diwan-gh-004/
Please cite Boorjal when sharing this poem. This archive supports Pashto literature and cultural preservation.