EnglishPoliticsافغانستان

نورستان کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي — Bakhtar

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-08-03 09:47:25🎙 Listen to radio

Summary: د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې له کبله یې عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه رسولي دي. ځايي سرچینو باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې دغو سېلابونو په باندول، انيش، ماوم هن، اسکندو، آب پوش، اترارا او رستوو کليو اوسېدونکو ته پراخ مالي زيانونه اړولي دي.د نورستان والي وياند فريدون صمیم وایي، چې يادو سېلابونو ګڼ استوګنيز کورونه، د اوړو ژرندې، د برېښنا بنسټونه او لسګونه نور عامه شتمنۍ، سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې، چمنونه، باغونه، د اوبو ويالې، د بانډول له درې څخه تر بانډول کوتل پورې عمومي سړک، فرعي لارې، د اوبو رسولو شبکې، عمومي پلونه او پلچکونه سخت زيانمن کړي دي.د يادو سيمو اوسېدونکو او زيانمنو کورنيو د اوښتو زيانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت او خيريه بنسټونو يې غوښتي، چې د زيانمنو شويو کورنيو د لاسنيوي لپاره بېړنۍ مرستې او اړينې اسانتياوې برابرې کړي.د يادونې وړ ده، دا دوهم ځل دی چې د منډول ولسوالۍ د خلکو کرنيزې ځمکې په پراخه کچه د سېلابونو له امله زيانمنېږي.

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-03 09:47:25

Timeline

  1. Bakhtar

    نورستان کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-03 06:20:27

نورستان کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button