د پاکستان د امنیت او شخړو د مطالعاتو انسټېټیوټ (پی ای سي ایس ایس) ویلي، د تېرې جولای میاشتې پر مهال د پاکستان د امنیتي ځواکونو مرګژوبله د ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. د پاکستان یونایټډ ورکرز اتحادیه وایي، دا د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړۍ پېښه ده.د یادې اتحادیې د بلوچستان د څانګې عمومي منشي پیر محمد کاکړ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، له ۲۰۱۱ کال وروسته، چې په یوه بله پېښه کې ۴۳ کانکیندونکي وژل شوي وو، دا تر ټولو ستره مرګونې پېښه بلل کېږي. د هغه په وینا، د بلوچستان په بېلابېلو معدني کانونو کې شاوخوا دوه لکه کارګران کار کوي چې په کې افغان کارګران هم شامل دي، خو د دوی بشپړ رسمي ثبتنام نه دی شوې. پیر محمد کاکړ وایي، هر کال په بېلابېلو پېښو کې نږدې ۲۰۰ کانکیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي او له ۴۰۰ څخه تر ۴۵۰ پورې نور ټپیان کېږي. بلخوا د کانونو د خوندیتوب چارو څارونکی نجیب خان وایي، ډېری پېښې د خوندیتوب د معیارونو د نه عملي کېدو له امله رامنځته کېږي. د هغه په وینا، که څه هم د ګاز د معلومولو وسایل (ګاز ډیټکټرونه) په کانونو کې موجود وي، خو قراردادیان د ټیټ کیفیت وسایل اخلي چې د ګاز خطر پر وخت نه شي کولی چې تشخیص وکړي. نجیب خان ادعا کوي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په جولای میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو مرګژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې
Sources
Afghan sources
په جولای میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو مرګژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې