Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده. همدارنګه د ۲۶ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۲۹ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه ارزول شوي او ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړيو ته سپارل شوي، څو په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي. په ناسته کې د یو شمېر خپرندویانو ترمنځ د حقوقي ستونزو او همدا رنګه د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخو کې د کاغذ، رنګ، پوښ او نورو اړینو توکو د بیو راکمولو د غوښتنو په اړه بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې شوې دي. د ناستې په پای کې، د خپرونو چارو د معین له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له استازي مولوي عبدالناصر رقیب څخه چې په یاد کمېسیون کې یې ارزښتناک فعالیتونه ترسره کړي دي؛ د ستاینلیک په ورکړې سره قدرداني شوې ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته ترسره شوه