پاراخ (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د پنجشېر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې د ټانګ یوې مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي دي. د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد ویلي چې دغه پېښه د دوشنبې ورځې په مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د رخې ولسوالۍ په شصت کلي کې شوې ده. د هغه په خبره، ماشومانو د لوبو پر مهال دغه مرمۍ موندلې وه او د بېاحتیاطۍ له امله یې چاودنه پرې کړې ده. هغه زیاته کړې چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپي شوي ماشومان یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي. سعد د ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي چې دوه ماشومان د عنابې ایمرجنسي روغتون او دوه نور د رخې ولسوالۍ په روغتون کې بستر دي.
لنډ معلومات
ځایپنجشېر
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-04 04:53:31
مهالوېش
-
Pajhwok
پنجشېر کې د مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي