Healthافغانستانپنجشېردری

پنجشېر کې د مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthپنجشېر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-04 04:53:31🎙 رادیو را بشنوید

پاراخ (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د پنجشېر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې د ټانګ یوې مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي دي. د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد ویلي چې دغه پېښه د دوشنبې ورځې په مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د رخې ولسوالۍ په شصت کلي کې شوې ده. د هغه په خبره، ماشومانو د لوبو پر مهال دغه مرمۍ موندلې وه او د بې‌احتیاطۍ له امله یې چاودنه پرې کړې ده. هغه زیاته کړې چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپي شوي ماشومان یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي. سعد د ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي چې دوه ماشومان د عنابې ایمرجنسي روغتون او دوه نور د رخې ولسوالۍ په روغتون کې بستر دي.

اطلاعات کوتاه

مکانپنجشېر
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-04 04:53:31

خط زمانی

  1. Pajhwok

    پنجشېر کې د مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-04 09:22:34

پنجشېر کې د مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button