Economyافغانستانپښتوننګرهار

په افغانستان کې له ۶۵ زرو ډېرو راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د… — Parstoday

روان خبرEconomyننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-05 08:40:13🎙 راډیو واورئ

پارس تودی- د افغانستان کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، په تازه پړاو کې ۱۱۶۳ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته په ننګرهار، پکتیکا، نیمروز، فاریاب او بامیانو ولایتونو کې د استوګنې نمرې ووېشل شوې. د پارس تودی له راپور سره سم، د افغان رسنیو په حواله د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، په ننګرهار کې ۶۹۳، په پکتیکا کې ۱۰۸، په نیمروز ولایت کې ۱۱۲، په فاریاب کې ۱۵۰ او په بامیانو کې ۱۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې هیواد کې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي. چارواکي وایي، د ځمکو د وېش بهیر د راستنو شویو کډوالو د دایمي مېشتېدنې، ټولنیز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره دوام لري.

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-05 08:40:13

مهالوېش

  1. Parstoday

    په افغانستان کې له ۶۵ زرو ډېرو راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-05 08:33:08

په افغانستان کې له ۶۵ زرو ډېرو راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button