د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي، د فیضاباد ـ کشم پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، د پېښې قربانیان رجب او خضرنظر، د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکي، وو چې د یادې ترافیکي پېښې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. کامګار زیاته کړې چې رجب په دې وروستیو کې د فاریاب پوهنتون څخه فارغ شوی و او د کور پر لور د ستنېدو پر مهال په دې ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.
لنډ معلومات
ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-05 09:40:06
مهالوېش
-
Parstoday
په بدخشان کې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي