Economyافغانستانپښتو

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د لوږې بحران له کنټروله وځي… — Amu TV

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-05 09:57:17🎙 راډیو واورئ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د لوږې بحران د ناورین مرحلې ته رسېدلی او که عاجله بودیجه چمتو نشي، د مېرمنو او ماشومانو په ګډون میلیونونه کسان بې مرستو پاتې کېږي. د دغه سازمان په نوي راپور کې راغلي چې دا مهال ۱۴ میلیونه افغانان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، خو د مالي سرچینو د کمښت له امله له هرو ۹ اړمنو کسانو څخه یوازې یو تن ته مرستې رسېږي. یاد بنسټ زیاتوي چې په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو یو تن له سختې لوږې ځورېږي او په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو د سوءتغذیې کچه د پرتلې وړ تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده. د خوړو نړیوال پروګرام د جنګ جګړو زیاتېدل، بېکاري، د خوراکي توکو لوړ قیمتونه، د مرستو کموالی او د سوداګریزو لارو خنډونه د دې څرګند ناورین اساسي لاملونه بللي دي. د WFP په وینا، د ۲۰۲۳ له سپټمبر راهیسې کابو ۶ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه په جبري توګه راستانه شوي، چې دې کار د هېواد پر کمزوري اقتصاد او کاري بازار لا زیات فشار راوړی دی. په افغانستان کې د یاد پروګرام مدیر جان آیلیف وایي، هېواد د دې شمېر راستنېدونکو لپاره د کار زمینه نه لري او ډېری دوی له راګرځېدو وروسته له بېکارۍ او بشپړې بې‌وزلۍ سره مخ شوي…

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-05 09:57:17

مهالوېش

  1. Amu TV

    د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د لوږې بحران له کنټروله وځي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-05 08:43:59

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د لوږې بحران له کنټروله وځي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button