کونړ – په کونړ ولایت کې د تېر کال له خونړۍ زلزلې زیانمنو کورنیو ته ۳۶ پاخه کورونه او یو جومات جوړ او ووېشل شول. ځایي چارواکي وایي، د زلزلهځپلو کورنیو لپاره د نورو استوګنیزو کورونو د جوړولو هڅې هم روانې دي. د چارواکو په وینا، یاد ۳۶ کورونه د دفاع وزارت په لارښوونه په اساسي ډول جوړ شوي، چې د جوړولو چارې یې شاوخوا ۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت لري او د اړینو اسانتیاوو لرونکي دي. په ختیځو ولایتونو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي د کورونو د وېش پر مهال وویل، حکومت هڅه کوي چې په راتلونکي کې د پاتې زلزلهځپلو کورنیو لپاره هم ورته کورونه جوړ کړي. د دغو کورونو ترلاسه کوونکو کورنیو د خیمو پر ځای په خپلو نویو کورونو کې د اوسېدو له پیله خوښي څرګنده کړې، خو وایي چې لا هم زرګونه بېځایه شوې کورنۍ له سختو شرایطو سره مخ دي. دوی له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د پاتې بېځایه شویو کورنیو لپاره هم په کونړ کې د استوګنې مناسب کورونه جوړ کړي. د تېر کال په سنبلې میاشت کې د کونړ د نورګل او څوکۍ ولسوالیو په ګډون د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې زوروره زلزله وشوه چې د راپورونو له مخې، نږدې ۳ زره کسان یې ووژل او زرګونه نور یې ټپیان…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
کونړ کې زلزلهځپلو ته ۳۶ پاخه کورونه جوړ او ووېشل شول + غږیز را پور
سرچینې
External sources
کونړ کې زلزلهځپلو ته ۳۶ پاخه کورونه جوړ او ووېشل شول + غږیز را پور