د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د حماس د سیاسي دفتر له مشر خلیل الحیه سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې د وروستیو تحولاتو او د امریکا او اسراییل له بریدونو سره سره، د فلسطین مسله لا هم د ایران د بهرني سیاست اصلي محور او د اسلامي نړۍ لومړنۍ موضوع ده. د رویټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې، په دې موده کې د اسراییل دوامدارو بریدونو د ژغورنې ډلو ته د مړو د لټون او را ایستلو فرصت نه و ورکړی. په راپور کې راغلي، د دیرالبلح ښار په سلګونو اوسېدونکو د هغو څه باندې ۱۰۰ تابوتونو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ چې د فلسطین په بیرغونو پوښل شوي وو. د جنازې تر لمانځه وروسته، د قربانیانو جسدونه د ویجاړو شویو کوڅو او نړېدلو ودانیو له منځه نږدې هدیرې ته ولېږدول شول. د راپور له مخې، قربانیان د «الحساینه» قبیلې غړي وو. فلسطیني چارواکي وایي، د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د غزې ښار د صبرا په سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې د دې قبیلې ۳۰۸ غړي ووژل شول، هغه مهال چې اوسېدونکي په خپلو کورونو کې ویده وو. د برید پر مهال، د سیمې خلکو یوازې د لومړنیو وسایلو او خپلو لاسونو په مرسته د شاوخوا ۴۰ کسانو جسدونه راویستل، خو لسګونه نور د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې پاتې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
پزشکیان: د فلسطین مسله لا هم د ایران د بهرني سیاست اصلي محور دی
منابع
Afghan sources
پزشکیان: د فلسطین مسله لا هم د ایران د بهرني سیاست اصلي محور دی