Developmentافغانستاندریننګرهار
ننګرهار کې ۵۰۹ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي — Bakhtar
Summary: د ننګرهار ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلې ښارګوټي کې د ۱۳ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۵ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد ریاست مطبوعاتي دفتر باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې په دغو پروژو کې د ۱۲۰ متره په اوږدوالي د ۵ څاګانو کیندل، د ۱۰ متره مکعب اوبو په ظرفیت د ۵ زېرمو جوړول، د ۶ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو پایپ لاین غځول، د ۸۱ سولرونو، د ۳۳ شیردهنونو نصبول او نور اړین ملحقات شامل دي. د مسوولینو په وینا، د دغو شبکو د جوړولو پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژو په بشپړېدو سره به د چمتلې ښارګوټي ۵۰۹ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
اطلاعات کوتاه
مکانننګرهار
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-08-05 22:02:02
خط زمانی
-
Bakhtar
ننګرهار کې ۵۰۹ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي