افغانستانامنیتدریهرات

اوچا: د جګړو له کمېدو سره سره په افغانستان کې بشري ناورین دوام… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-05 22:02:07🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له نسبې ښه والي سره سره، بشري بحران لا هم د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي. د پاکستان او طالبانو نښتو، طبیعي پېښو، سوءتغذیې، بې‌وزلۍ او پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو دوام دغه وضعیت لا پسې خراب کړی دی. په افغانستان کې د اوچا ویاندې «اولګا چرووکو» د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو خبري غونډې ته د یوناما اډانې پر بنسټ وویل، د تېر کال له اکټوبر میاشتې د روان کال د جون تر پایه نښتو څه باندې ۱۷۰۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د هغې په وینا، په دې موده کې نږدې ۵۰۰ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. چرووکو ټینګار وکړ، که څه هم په ډېری سیمو کې تاوتریخوالی کم شوی، خو یوازې امن د خلکو ټولې اړتیاوې نشي پوره کولی؛ ځکه امنیت نه شي کولی د کورنیو ډوډۍ چمتو کړي، زیانمن شوي کورونه ورغوي یا د سوءتغذیې ښکار ماشومان درمل کړي. نوموړې بامیان، هرات، پکتیکا، خوست او نورستان ولایتونو ته د خپلو وروستیو سفرونو په یادولو وویل، د سیمو په جلاوالي سربېره، د خلکو دردونه او ننګونې یو شان دي او کلونه کېږي چې له بې‌وزلۍ، لوږې، اقلیمي ازموینو او درنو پورونو سره لاس او…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-05 22:02:07

خط زمانی

  1. Amu TV

    اوچا: د جګړو له کمېدو سره سره په افغانستان کې بشري ناورین دوام لري | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-05 10:50:25

اوچا: د جګړو له کمېدو سره سره په افغانستان کې بشري ناورین دوام لري | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button