DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-06 04:27:08🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغانان ازاد او د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یادو کسانو ۱۵۶ کسان د تورخم او ۱۶۹ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ډله کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي کسان شامل دي چې د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو او د بند د مودې له پوره کېدو وروسته ازاد شوي دي. دغه وزارت ویلي چې یاد کسان د لازمو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-06 04:27:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-06 08:54:26

د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button