EnglishKabulSportsافغانستان

کانټیننټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له نیوزلنډ سره… — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-06 04:52:06🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو په لړ کې نن خپله څلورمه لوبه له نیوزلنډ سره ترسره کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته درې بجې او ۳۰ دقیقې ترسره کېږي. د افغانستان او نیوزلنډ ترمنځ لوبه په ټایلنډ کې ترسره کېږي. د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، ویټنام، نیوزلنډ، روسیې او ټایلنډ ملي لوبډلو په ګډون د اګسټ له لومړۍ تر شپږمې نېټې پورې په ټایلنډ کې ترسره کېږي. دغه‌راز، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې لومړۍ لوبه ټایلنډ ته بایللې، دویمه لوبه کې یې له ویټنام څخه ماتې وخوړه او درېیمه لوبه یې له روسیې سره مساوي کړه.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-06 04:52:06

Timeline

  1. Pajhwok

    کانټیننټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له نیوزلنډ سره لوبه کوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-06 09:21:32

کانټیننټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له نیوزلنډ سره لوبه کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button