Politicsافغانستانپښتوپکتیکا

د غزني په ګیلان کې د غازی‌خېل پل نړېدو خلک له ستونزو سره… — Pajhwok

روان خبرPoliticsپکتیکا1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-06 11:43:53🎙 راډیو واورئ

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د حسن سیمې اوسېدونکي او د ترنک رود لارې موټرچلوونکي وایي، د وروستیو سېلابونو له امله د غازی‌خېل پله نړېدو زرګونه خلک له ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې د راتلونکي ژمي له رارسېدو مخکې یې بیاورغوي. د حسن سیمې اوسېدونکي محمدکشمیر پژواک ته وویل، غازیخېل پل له کلونو راهیسې د سیمې د خلکو د تګ راتګ مهمه لاره وه، خو وروستیو سېلابونو په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی. هغه وویل: «د دې پل له لارې د کښته ګیلان شاوخوا ۸۰ کلي چې زرګونه کورنۍ ژوند پکې کوي، تګ راتګ کوي. سربېره پر دې، د غزني د ناوې ولسوالۍ، د پکتیکا د ډیلې او وازېخوا ولسوالیو او د زابل د نوبهار او شملزو ولسوالیو خلک هم تر ډېره له همدې لارې استفاده کوي.» د نوموړي په خبره، که د ژمي له رارسېدو مخکې پل ونه رغول شي، د یادو سیمو اوسېدونکي به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. د سیمې یو بل اوسېدونکي محمدحنیف وویل، د پل نشتوالي د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او د سېلابونو پر مهال خلک ساعتونه د رود دواړو غاړو ته انتظار باسي. هغه زیاته کړه: «کله چې سېلابي اوبه راشي، خلک په ساعتونو انتظار کوي او کله ناکله مسافر اړ کېږي شپه هم همدلته تېره کړي. ناروغان هم پر…

لنډ معلومات

ځایپکتیکا
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-06 11:43:53

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د غزني په ګیلان کې د غازی‌خېل پل نړېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-06 16:13:03

د غزني په ګیلان کې د غازی‌خېل پل نړېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button